پاکستان د خپلې خپلواکۍ له اخیستو راهیسې د ځان لپاره یو ښه او نېک نوم غوره کړی او په ښکاره یې خپله لمن له هر ډول شرم او ذلت څخه پاکه کړې ده.

همدا هېواد و، چې له خپلو لوړو اهدافو او پاکو نیتونو سره، له شرک او بت‌ پرستۍ څخه د خلاصون لپاره یې د ازآدۍ جګړه وکړه، د پرېمانه قربانیو له ورکولو وروسته یې وکولای شول، چې په نړیواله نقشه کې خپله ځانګړې جغرافیه رسم او حکومت جوړ کړي.

اوس هماغه په ظاهره اسلامي هېواد هره ورځ د خپل ګاونډي اسلامي هېواد پر خاوره تېری کوي. د دې پر ځای چې د خپلو امنیتي نیمګړتیاوو او داخلي کمزوریو د حل په لټه کې شي، خپلې ستونزې پر ګاونډي هېواد افغانستان ورتپي، په کور د ننه د بې ثابتۍ اړوند لاملونو د پلټنې او پیدا کولو پر ځای، له ګاونډي هېواد سره د کرښې په اوږدو کې پر عامو خلکو ظالمانه بریدونه کوي.

له کله چې افغانستان د شر او فساد د لارویانو له شتون څخه پاک شوی او د دې هېواد رښتني بچیان توانېدلي، چې د خپلو ځانونو په قربانولو سره دا خاوره له پردیو تېري ګرو وژغوري، د پاکستان له لوري مغرضانه او هدفمند بریدونه زیات او لا ډېر پیاوړي شوي دي.

د پاکستاني ځواکونو له لوري د پکتیکا ولایت پر ولسي وګړو وروستی هوایي برید چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۵۰ بې ګناه ملکي وګړي شهیدان شول؛ ګاونډي هېواد یو ځل بیا د ګاونډیتوب اصول او اخلاق تر پښو لاندې او د دوو هېوادونو اړیکې یې په وینو سرې کړې.

له دې پېښو وروسته د پاکستان د صدراعظم سلاکار، رانا ثناءالله ویلي، چې د پاکستان پوځ د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د ګام پورته کولو حق لري.

نوموړي له یوه پاکستاني ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي “کله چې د فرضي کرښې خبره کیږي، دا یو نړۍ وال قانون دی که ستاسو پر خاوره د برید ګواښ له هر ځای څخه وي، تاسو حق لرئ چې د خپل امنیت لپاره اقدام وکړئ.”

دا ډول څرګندونې تنها د بې بنسټه اوازو او پروپاګند د بازار ګرمولو او د احساساتو راپارولو مانا ورکوي. کنه ولې د کورنیو لاملونو د پلټنې په ځای، نور بې ګناه جهتونه په خپله قضیه کې راښکېلوي!؟ او ولې د پېښو د اصلي رېښو په ځای د ګاونډي د ګاونډیتوب ونه پرې کوي!؟

که داسې نه وي، بیا ولې یو داسې هېواد چې د دومره نظامي او استخباراتي ځواک او د وسلو دعوه کوي، د خپلې کورنۍ ستونزې له لاملونو سره د مخامخ کېدو په ځای، د افغانستان په خاوره کې اور بلوي!؟ دا په غیر قانوني توګه او په بې دلیله بهانو سره د دواړو لوریو د وینو تویولو او جګړې لامل کېږي.

په دې کې شک نشته چې هر هېواد د خپل حریم ساتنه کوي او هیڅ چا ته په هېڅ نوم او بهانه د خپلو پولو د ننه د فعالیت اجازه نه ورکوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version