د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې د سالنګ لویه لار د واورې اورښت او شديد توپان له امله د تېرې شپې ۱۱ بجو راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

ښاغلي حق شناس له هېوادوالو غوښتي چې له شديدې اړتيا پرته دې په ياده لاره له سفر کولو ډډه‌ وکړي او په وینا یې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي هڅه کوي، چې ژر ترژره لاره پرانيزي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version