د سرپرست حکومت سترې محکمې د دوو جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، نن جمعه بادغیس ولایت کې پر دوو تنو او نیمروز ولایت کې پر یوه تن، چې په قتل تورن وو، د قصاص شرعي حکم تطبیق شوی دی.
له سترې محکمې څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د دغو کسانو له ډلې لومړی کس سلیمان د محمد رسول زوی د بادغیس ولایت د تګابعلم ولسوالۍ اوسېدونکی او دویم کس حیدر د مجنون زوی د درهبوم ولسوالۍ اوسېدونکی او درېیم کس عبدالقدیر د عبدالرحمن زوی چې د نیمروز ولایت د زرنج ښار اوسېدونکی دی چې نن پرې د قصاص حکم تطبیق شوی.
د یادې محکمې اعلامیې له مخې، یاده موضوع د سرپرست حکومت د سترې محکمې اړوند درې ګونو محکمو ( ابتدائي، مرافعې او تمیز ) لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول و څېړل شوه، چې په پایله کې پر مجرمینو د قصاص حکمونه صادر شول او وروسته دغه حکمونه د سرپرست حکومت مشرتابه ته د تائید لپاره وړاندې شول.
د سترې محکمې په وینا، د یادو قضیو په اړه د وروستي احتیاط په موخه د مشرتابه له لوري هم هر اړخیزې څېړنې وشوې، د مقتولینو کورنیو ته د بخښنې او سولې لپاره وړاندیزونه شوي وو، خو د هغو له انکار وروسته پر قاتلینو د قصاص شرعي حکم د تطبیق امر ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت له بیا حاکمیت وروسته دا څویم قصاص دی، چې پر قاتلینو د قضايي ارګانونو له لوري تطبیق کېږي.