د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د بلوچستان ایالت د چمن په کلا عبدالله خان کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې پاکستان یواځینی هېواد دی چې له واړه څخه نیولې تر لومړي وزیر او ولسمشر پورې ټول ددغه هېواد لوټ کول پر ځان فرض بولي.

محمود خان اڅکزي د خبرو په دوام ویلي، «پاکستان نه اسلامي نه جمهوري او نه هم د پاکو خلکو د اوسېدو ځای دی، په پاکستان کې د قانون هېڅ حیثیت نشته.»

اڅکزي زیاته کړې، په پاکستان کې روان ناورینونه داخلي رییښې لري او په دې کې د بهرنیو هېوادونو ډېر کم لاس دی. نوموړي پاکستان د سرطان له ناروغ سره تشبېه کړی او ویلي یې دي چې پاکستان ورځ تر بلې کمزوری کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version