د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وايي، هڅه کوي، په هېواد کې د خصوصي سکټور لپاره د رېل پټلۍ له لارې د انتقالاتو په برخه کې اسانتیاوې زیاتې کړي.

دوی وايي، چې د تېر کال په پرتله د رېل پټلۍ په انتقالاتو کې پراختیا رامنځته شوې او ټولګټو چارو وزارت هڅه کوي، چې د ریلي انتقالاتو په بهیر کې پراختیا لپاره نوره هم زمینه برابره کړي.

دوی وايي د روان کال له پيل راهیسې د هېواد له ټولو بنادرو څخه د رېل پټلۍ په وسیله ۲.۳ میلیونه ميټریک ټنه انتقالات ترسره شوي او دا لړۍ اوس هم په منظم ډول سره روانه ده.

افغانستان دمګړۍ په څلورو برخو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د رېل پټلۍ په وسیله نښلول شوی، چې د هغو له جملې، خواف – هرات، تورغونډۍ، حیرتان او اقینه د یادونې وړ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version