Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په ټولنه کې د نظام او یا حکومت د شتون اړتیا
    لیکني

    په ټولنه کې د نظام او یا حکومت د شتون اړتیا

    صابر افغانصابر افغان7 اگست 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: مفتي عبدالرحمن همت

    ډیری پوهان په دې نظر دي چې انسانان په مدنیت کې پالطبع دي، هغه په دې معنی چې په ټولنه کې د انسانانو ژوند کول یوه اړتیا ده، چې دا اړتیا اوسني واقعیتونه هم تاید کوي، نو ځکه ویلی شو چې انسانان په ټولنه کې پیدا کیږي، په ټولنه کې ژوند کوي او بالاخره په همدې ټولنه کې مري.

    کله چې د انساني ژوند لپاره ټولنه اړینه ده، چې له هغې پرته ژوند امکان نه لري، نو لومړی باید ټولنه جوړه شي، په هغې کې باید د خلکو د مال، عزت او ارام ژوند کولو لپاره یو نظم موجود وي.

    د نظم د نشتوالي په صورت کې به هر څوک د خپلو ګټو لپاره څه چې یې زړه وغواړي هغه تر سره کړي؛ په داسي یوې ټولني کې به د انساني ژوند وضعیت څه وي؟په داسي ټولنو کې د انسانانو ژوند د اضطراب او بشري ناورین سره مخ کیږي او انساني ټولنه په یوه حیواني او ځنګلي ټولنه سره بدلیږي.

    د داسي باعزته او سر لوړي ژوند لپاره چې د انسانانو سر او مال پکي خوندي وي، اړینه ده د یو پياوړي نظام په چوکاټ کې یو شمیر اصول او قواعد وضع شي، تر څو ټول خلک اړ باسي چې د دې اصولو تابع و ګرځي، د مخالفت واک و نه لري، خپل کړه وړه د ایښودل شویو قواعدو، ضوابطو او حدودو سره سم سمبال کړي، په دې صورت کې په یوې ټولنې کې د انسان لپاره د ژوند کولو شرایط برابر کیدای شي.

    په یوه ټولنه کې د حکومت په لرلو باندي ډیری مسلمانان یوه خوله دي؛ مسلمانان په دې باور دي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د خپل ژوند په مهال د مشرتوب په خپله لېوالتیا ښودلې وه.

    د بېلګي په ډول کله چې به رسول الله صلی الله عیله وسلم له مدیني منورې څخه کوم پلاوی بهر ته لیږه، د دوی په منځ کې به یې یو تن امير وټاکه، همداراز به یې کله چې کوم لوري ته لښکر لیږه، خاماخا به یې یو تن د لښکر د مشر په توګه و ټاکه؛ آن تر دې چې په خطرناکو حالاتو کې او یا په داسي پيښو کې چې مرګوني به وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپله د لښکره مشري کوله.

    او دا خبره چې د قوماندې لپاره یو تن يا څو تنه و ټاکل شي او په ترتیب سره د لارښوونې مسؤلیت په خپله غاړه واخلي، کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم له مدینې منورې څخه بهر ووت، نو د امامت او د ځای ناستي لپاره به یې له اصحابو کرامو رضی الله عنهم څخه یو کس انتخاب کړ.

    په ټولنه کې د نظم اړتیا په یوې اسلامي ټولنه کې د نظم د راوستلو اړتیا نه یوازي د اسلامي نصوصو په رڼا کې ثابته شوې، بلکې اسلامي فقهاء د عقلي دلایلو له مخي هم په یوه سلا دي؛ د دوی په نظر د نظام نشتوالی په اسلامي احکامو او مقرراتو باندي منفي اغېز لري؛ او همدراز د خلکو په منځ کې د یوه نظام او حکومت شتون ته د اړینو علومو په خپریدو کې، د پوهني او روزني د چاپیریال په جوړونه کې، د سیاسي ټولنیزو، اقتصادي، نظامي، فرهنګي او اسلامي پروګرامونو په طرحه کې او پلي کولو کې اړتیا لیدل کیږي.

    د الله تعالی د دین د لوړوالي او د اسلامي نظام د پایښت په موخه اسلامي حکومت ته اړتیا شته، که چیرې خلک حکومت و نه لري، ترڅو له دوی څخه ملاتړ او د قانون له پلې کیدو څخه نظارت وکړي، هم ولس او هم قانون خوار شي؛ انساني نفس هر وخت غواړي چې په نفسیاتي غوښتنو پسې لاړ شي او پرې عمل وکړي.الله جل جلاله فرمایي: وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ ۚ (سورة المؤمنون: ١٧).ژباړه: که حق د دې (هوا پرستانو) د غوښتنو تابع شي، بې شکه اسمانونه، ځمکي او هر څه چې د دوی تر منځ دی فاسد شي.

    باید حکومت او شرعي قانون موجود وي تر څو خلک د نفس د متابعت کولو څخه منع کړي او سمي لارې ته یې هدایت کړي.

    اوس موږ دا ویلی شو که چیرې په یوه ټولنه کې حکومت شتون و نه لري، نه شي کولی په اطمنان سره خپل ټولنیز ژوند ته ادامه ورکړي، ځکه دا ډاډ به نه وي ورسره چې خلک په عادلانه ډول په خپله قانون پلی کړي او حق به حقدار ته ورکړي، که خلک د یو نظام تر سیوري لاندي ژوند و نه کړي، د دوی دین، مال، عزت، نفس او عقل به له جدې ګواش سره مخ شي، ځکه قانون په نه وي چې له دوی څخه دفاع وکړي او زورواکان به د مظلومانو حقونه په زور واخلي.

    دا چې الله اتعالی په افغانانو باندي یو خاص فضل کړی د اسلامي نظام په نعمت باندي یې نازولي، د هر افغان سر، مال، عزت، دین او ناموس په امن کې دی، زورواکي، ظلم او وحشت پکې نشته، د تعلیم، ښوونې او روزنيګې په برخه کې په خورا چټکتیا سره کار روان دی، په اقتصادي برنامو کې هره ورځ د پرمختګ را پورونه وینو، د داسي حکومت تر شاه درېدل مو اسلامي او دیني وجیبه ده، ترڅو دا نظام دائمي شي او خدمتونه یې نور هم پراخ شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهقبایلو ته د افغان دولت بې سارې پاملرنه
    راتلونکي مقاله په لومړي ځل د هرات د خواجه عبدالله انصار له هوايي ډګر څخه مستقيم سعودي ته الوتنه وشوه

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    دا مقاومت دی که مزدوران؟ د امریکایي هډې لپاره د داخلي پلور لېوالتیا

    12 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مې 2025

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د چترال…

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    20 مې 2025

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.