د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسؤولینو ویلي، چې د روان لمریز کال په درشل کې د څه باندې ۱۵ زره وحشي الوتونکو او ژویو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د دغې ادارې چارواکي وايي، چې په دغو مرغانو او وحشي ژويو کې بازان، ټپوسان او بېلابېل ډوله نور وحشي ژوي شامل دي او له درملنې وروسته بېرته طبیعت ته خوشې شوي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د طبیعي میراثونو د ساتنې رئیس دغه‌راز وایي، چې دغه اداره په ۳۴ ولایتونو کې د مرغانو او ژویو د ښکار د مخنیوي او د چاپېریال د ساتنې کمپاین پیل کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version