الجزيرې راپور ورکړی چې د اردن د هوايي ځواک دفاعي سيسټم هغه توغندي او بې پيلوټه الوتکې، چې له ايران څخه د اسرائيلو په لور روانې وې، د دغه هېواد په فضا کې راګرځولي او له منځه وړې دي.

همدا راز راپورونه وايي، چې اردن کې د ايراني الوتکو په شنډولو کې د فرانسې، امريکا او انګلستان جنګي الوتکو هم برخه اخيستې ده.

ياده دې وي، چې د منځني ختيځ ګڼ شمېر عربي هېوادونو ايران ته خبرداری ورکړی چې له خپل هوايي حريم څخه اسرائيلو ته بې پيلوټه الوتکې او توغندي نه ورپرېږدي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version