د ايران مذهبي مشر علي خامنه ای د اسرائيلو په بريد کې د دغه هېواد د وسله وال پوځ د لوی درستيز جنرال محمد باقري له وژل کېدو وروسته «حبيب الله سياري» د وسله وال پوځ د لوی درستيز په توګه وټاکه.

خامنه ای دغه راز احمد وحيدي د حسين سلامي تر وژل کېدو وروسته د سپاه پاسداران د عمومي قومندان په توګه وټاکه.

ياده دې وي، چې پر ايران د اسرائیلو په تازه بريدونو کې د پورته يادو شويو دوه لوړپوړو ايراني چارواکو په ګډون ګڼ شمېر نور پوځي قومندانان او مهم مشران هم وژل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version