د سرپرست حکومت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي چين ته د خپل رسمي سفر پر مهال، د چين – سويلي اسيا نهم نړيوال نندارتون (CSA) کې ګډون او وینا وکړه.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي حنفي د خپلې وينا پر مهال ویلي، چې د چين – سويلي اسيا نندارتون د سيمې هيوادونو تر منځ د اقتصادي، فرهنګي او سياسي همکاريو د پراختيا لپاره يو مهم فرصت دی.

ښاغلي حنفي ټينګار کړی، چې افغانستان له چين او د سويلي اسيا هيوادونو سره د کانونو استخراج، انرژي، ترانزيټ، ټکنالوژي او سوداګرۍ په برخو کې د همکاريو پراختيا ته لېواله دی او په سيمه کې د ځانګړي موقعیت په لرلو سره زموږ هيواد کولای شي د مرکزي، سويلي او ختيځې اسيا ترمنځ د نښلوونکي پُل په توګه مهم رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان هېڅ فرد يا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له دې خاورې څخه چاته ګواښ رامنځته کړي، د هېڅ هيواد په داخلي چارو کې مداخله نه کوي او له نورو هيوادونو څخه هم د ورته عمل غوښتنه کوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستيال دغه راز هيله ښودلې چې د چين – سويلي اسيا نندارتون به د سيمې او نړۍ هيوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړيکو د لا زياتې پراختيا او پياوړتيا لامل وګرځي.

د ویلو ده چې د چین‌-سویلي اسیا نهم نړیوال نندارتون د چین په کونمینګ ښار کې جوړه شوې وه، چې په کې د بېلابېلو هيوادونو چارواکو او استازو برخه اخيستې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version