د مقاومت په نوم په بهر کې مېشته ډله له پرله پسې ماتو او انزوا وروسته، اوس په دې لټه کې ده چې افغان مېرمنو ته د غربي حقونو او آزادیو په نوم امتیاز واخلي. دوی همدا اوس په غرب کې په دې نوم کمپاین او نوې سوداګري پیل کړې چې افغان ښځې له ټولو غربي حقونو او آزادیو محرومې دي او دا جبهه هڅه کوي چې د غرب د ملاتړ په صورت کې دا حقونه بېرته ورته تأمین کړي.
دې ډلې، د دې ډلې مشرانو، غړو او خواخوږو په تېرو نږدې څلورو کلونو کې په پرله پسې توګه له ډول، ډول تکتیکونو کار واخیست، تر څو بهرنیان او په ځانګړې توګه غربیان دې ته وهڅوي چې ملاتړ یې وکړي. دوی په پیل کې غربي هېوادونو او د دوی استخباراتي ادارو ته په دې نوم د قناعت ورکولو هڅه وکړه چې ګواکې د دوی د ملاتړ په صورت کې به یې په افغانستان کې هر ډول حقونه ورته تأمینوي او آن د دوی په نیابت به جګړه کوي، خو غرب دې یې ملاتړ وکړي، مګر دوی په خپله دې لوبه کې ناکام شول.
له دې وروسته یې بیا دا هڅه پیل کړه، چې افغانستان نا امنه وښيي، تور یې پورې کاوه چې په افغانستان کې د داعش په ګډون ګڼ داسې ګروپونه او ډلې شته، چې د دوی په وینا د نړۍ امنیت ګواښي، د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره یې ځینې جعل کارۍ هم وکړې، خو دوی هېڅکله خپله دا ادعا ثابته نه کړه چې له دې لارې دې ملاتړ را خپل کړي، نو بناءً په دې لوبه کې هم ناکام شول.
د مقاومت ډلې بله هڅه دا وه چې په افغانستان کې د مېشتو قومونو ترمنځ بې اتفاقیو ته لمن ووهي او په دې ډول ځان ته د ناستې ځای پیدا کړي، خو دلته هم ناکام شول. بیا یې د یو لړ نورو تورونو او شخصیت وژنو لړۍ پیل کړه، چې د هغه د تېرو نورو هغو په څېر بریالۍ نه شوه، بالاخره دوی داخلي انشعاب او انزوا ته ولاړل، د دوی له منځه د پراخو اختلافاتو او فسادونو ګڼ راپورونه او معلومات راپورته شول چې دوی یې لاپسې وپاشل او د انزوا په لور یې بوتلل. د بهرنیانو په پانګونه ځینې مؤقتي رامنځ ته شوي جوړښتونه سره وپاشل شول او دوی یې عملاً د یو او بل دښمنان وګرځول.
اوس تر یوې نسبي چوپتیا وروسته، دوی خپل ټيم او جوړښت ته ځینې هغه مفسدې او پروژه نیوونکې غرب مېشتې مېرمنې جذب کړي چې تېرې دوې لسیزې په دې میدان کې ډېرې لوبیدلې وې او د ښځو د حقونو او آزادیو په نوم یې له غربي بنسټونو او ډونرانو څخه په پراخه کچه فنډونه ترلاسه کړي وو، دوی اوس غواړي بیا په هغه نوم له غربه پروژې او پیسې واخلي او ځانونه د ښځو د حقونو مدافعین او خواخوږي معرفي کړي.
دوی د دغه کار لپاره همدا اوس په غربي او نورو هېوادونو کې پراخ کمپاین پیل کړی او هڅه کوي هغوی ته داسې وښيي چې ګواکې افغان مېرمنې له ټولو هغه حقونو بې برخې دي چې غربي ښځې یې لري، نو که له دوی سره مرسته وشي، افغان مېرمنو ته به غربي آزادۍ او حقونه ورکړل شي. دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې دننه افغان مېرمنې او افغان ټولنه له غربي ارزښتونو، حقونو او آزادیو سخته کرکه کوي او آن د تېرو دوه لسیزو مستقیم اشغال او پراخو امتیازاتو په وخت کې یې هم دغه ډول ارزښتونو او حقونو ته غاړه کېنښوده، بلکې په دې برخه کې کارونه ټول د ګوتو په شمېر څو مفسدو او پروژه ګیرو مېرمنو پر مخ وړل، چې له هغه مهال یې هم له بېلابېلو قومي او سمتي تنظیمونو او ګوندونو سره تړاو درلوده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.