د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې «اې سي جي ایف» ترمنځ د کوچنیو، وړو او منځنیو تشبثاتو د تمویل، اسلامي مالي خدمتونو د پراختیا او د مالي سکتور د پیاوړتیا په موخه د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
د افغانستان بانک ویلي، چې د هوکړهلیک له مخې به په لومړي پړاو کې پنځو بانکونو او یوې د وړو تمویلاتو مؤسسې ته د شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت بلاعوضه مرستې ورکړل شي.
د هوکړهلیک له مخې به بانکونو او مالي مؤسسو ته تخنیکي او مسلکي ملاتړ، روزنیز پروګرامونه او د ظرفیت لوړونې فرصتونه هم برابر شي.


