د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، چې ۴۳ د سوري زړه ناروغ ماشومان یې کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ورپېژندلي دي.

د یادې ادارې په وینا، دغه ماشومان یې کابل کې شپږو روغتونونو ته ورپېژندلي، چې د تداوي لګښتونه یې هم د سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې افغاني سره میاشت له دې وړاندې هم لسګونه ناروغ ماشومان د درملنې په موخه روغتونونو ته معرفي کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version