د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف له تحریک انصاف سره د خبرو لپاره یوه کمېټه جوړه کړې.
په دغه کمېټه کې د نوموړي مرستیال او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، رانا ثنا الله، سناتور عرفان صدیقي، راجا پرویز اشرف، نوید قمر، خالد مقبول صدیقي، علیم خان، چودري سالک حسین او سردار خالد مغسي شامل دي.
د معلوماتو له مخې د تحریک انصاف ګوند او د شهباز شریف په مشرۍ د واکمن ایتلافي حکومت تر منځ ناندرۍ وروسته له هغې خپل اوج ته ورسېدې چې د څلورم ځل لپاره د یاد ګوند پلویانو لاریونونه وکړل.
د راپورونو له مخې په دغو لاریونونو کې چې تر ډېره له تاوتریخوالي سره مله وو، په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول.