د ۲۰۲۱ کال د اګست د پینځلسمې له تحول وروسته په افغانستان کې طالبانو سرپرست حکومت جوړ کړ. دغه حکومت که څه هم تر اوسه هېڅ حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ضمني او پټ رسمیت یې ترلاسه کړی دی.چین چې د امریکا لوی سیال بلل کیږي، یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د روان زیږديز کال د جنورۍ په دېرشمه یې د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر ومانه.مولوي بلال کریمي، په یوه رسمي غونډه کې خپل باور لیک د چین ولسمشر ژي جین پینګ ته په داسې حال کې وړاندې کړ چې د نورو هېوادونو سفیران هم موجود وو.چین له دوه کلونو خبرو اترو وروسته بلال کریمي په بیجینګ د افغانستان د سفیر په توګه ومانه.الجزیرې په یو مطلب کې په بیجینګ کې د بلال کریمي منل د افغانستان د سرپرست حکومت له پاره یوه لویه دیپلوماتیکه بریا بللې ده.واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته چین لومړنی هېواد شو چې د سرپرست حکومت یو سفیر یې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د رسمي استازي په توګه ومانه.د الجزیرې د مقالې لیکواله روچي کمار وایي، چین او طالبان له دې کاره خپلې ګټې لري.په ۲۰۲۳ کې ډېرو چینایي شرکتونو د افغانستان سرپرست حکومت سره قراردادونه لاسلیک کړل چې تر ټولو مهم یې د تېلو د استخراج برخه کې پینځه ویشت کلن قرارداد و. د دغه تړون له مخې، چینایي شرکت به لومړی کال په افغانستان کې ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي.بلخوا د افغانستان سرپرست حکومت د لویدیځ له بندیزونو څخه د ځان د خلاصون او افغانستان کې د بېکارۍ د کچې د راکمولو له پاره چین ته اړتیا لري.دغه راز، د افغانستان سرپرست حکومت په سیمه کې د نزدې او قوي متحد او بحرانونو د ختمولو له پاره هم چین ته اړتیا لري.