تېره اوونۍ پاکستاني جټ الوتکو د افغانستان د ځمکنۍ پشپړتیا په ضد، د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هغه وزیرستاني مهاجر په نښه کړل، چې د پاکستاني حکومت له مظالمو یې افغانستان ته پناه راوړې وه.

له بمبارد سره هم مهاله بهر ته تښتېدلو پخوانیو چارواکو، بغاوتګرو، شر او فساد خپل هغه تبلیغات او پېغورونه بیا را تازه کړل، هغه پېغورونه چې خپله باید دوی ته ورکول شي، نه هغه چا ته چې یو پاشلی نظام ورته پرېښودل شوی او د حاکمیت یې تنها درې کاله کېږي.

د پرځېدلي جمهوریت هغه چارواکي، چې د نړیوال زبرځواک له عملي ملاتړ څخه برخمن وو، ملیاردونه ډالر یې درلودل، له ټولې نړۍ سره یې رسمي تعاملات او تړونونه کول، په سیمه کې یې ځان یو ځواکمن رژیم حسابه، ګڼ شمېر جنګي الوتکي یې درلودې او ټولو یې ځانونه د هېواد حقیقي ساتونکي بلل، خو د کرښې دې خوا ته پر کنړ او نورو ولایتونو یې د زرګونه ړندو راکټونو ځواب تنها د رسنیو پر مخ په وضاحتونو ورکاوه؛ نه یې په راکټ ځواب ورکاوه او نه هم په بمبارد.

پرځېدلي جمهوریت له خپلې ټولې ځواکمنیا سربېره، په هېواد کې حتی د اسلحو د مرمیو یوه د تولید کار خونه لا هم جوړه نه کړه، د اسلحو، توغندیو، دفاعي سیستمونو او خپلو جنګي جټ الوتکو جوړول خو یو خوب و.

کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د کابل په نیولو پیل وکړ، نو د بهرنیانو په شمول، د دوی له ملاتړه برخمنو خاصو قطعاتو، چې د افغانیت ادعا یې هم کول، د قطعاتو په مرکزونو کې ډیپوګانو ته اور ورته کړ، قیمتي موټر یې خراب یا وسوځول، یو څه الوتکي یې ازبکستان ته وتښتولې، پاتي الوتکي یې تخریب کړې او له پرواز څخه ولوېدې؛ پداسي حال کې چې دا ټول د بیت المال وې او ښایي اوس د افغانستان د ساتنې لپاره ښه استفاده ترې شوې وای.

دې ته ورته د امریکایي اشغال په لومړیو کې هم، بهرنیو یرغلګرو او داخلي اجیرانو په منظم او پلان شوي ډول له روسانو پاتې هغه درنې وسلې، توغندي، الوتکې، ټانکونه او وسایط له کاره غورځول او د کباړ په قیمت یې پلورل، چې طالبانو په خپله څو کلنه واکمني کې له شر او فساد څخه را ټول او ترمیم کړي وو.

د شر او فساد لارویانو او ټولو هغه بغاوتګرو ته چې د طالبان په درې کلن حکومت کې د افغانستان د هوایي حریم په دفاع او کرښه ماتونکو جګړو کې ناتوانه ښیي؛ باید همدې بغاوتګرو ته پېغور ورکول شي چې نه یې هماغه وخت د افغانستان د دفاع لپاره پرېکنده اقدام کولای شوای او نه یې هم د دغه دفاع لپاره منظم هوایي ځواک جوړ کړی و، تر څو د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه ساتنه وکړ؛ خو طالبانو په پکتیکا او خوست کې د پاکستاني عسکرو پوستې تر اور لاندې ونیولې.

همدې بغاوتګرو د شل کاله پرځېدلي جمهوریت پر مهال د هېواد ملي شتمنۍ چور او تالان کړې، نه د هېواد ساتنې او ځمکنۍ بشپړتیا ارزښت ورته درلود او نه یې هم د نظامي تجهیزاتو تولید ته اولویت ورکاوه؛ ځکه چې ځمکنۍ بشپړتیا او پر خپلو پښو درېدنه یې په څرګند ډول د بهرنیانو د اشغال له امله اولویت نه باله او نه یې ازآدي درلوده.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version