لیکوال: انجینر اکرام هاشمي
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
د افغانستان څخه د امریکایانو د شړلو په ورځ افغان پیلوټانو کابو پنځوس الوتکې ازبکستان ته واړولې.
امریکایانو ته نظامي ماتې دومره درد ورکړی و چې د کابل په هوایي ډګر کې یې هم ځینې الوتکې ویشتلې وې چې بیا وروسته د طالبانو په واسطه ترمیم شوې.
دا چې د امریکا پښه له اسیا ووتله اوس غواړي چې په سیمه کې ځان ته د پښو ایښودو ځای پیدا کړي نو هڅه کوي چې د افغانستان مربوط طیارې ازبکستان ته د سیاسي رشوت په توګه ورکړي.
د الوتکو د ورکړې کیسه له تېرو دریو کلونو رهیسې روانه ده، دا مذاکرات علني نه دي بلکې دا یو پټ توافق دی چې د امریکا او ازبکستان ترمنځ صورت نیسي.
ازبکستان د منځني اسیا هیوادونو له جملې یو هېواد دی چې یې لا هم سیاستونه د روسیې د اغیزې سیوري لاندې دي، ممکن دا مذاکرات او له امریکایانو سره یې دا ډیل هم د روسیې له وېرې محرم او پټ روان دي؛ یاد توافق د سرحدونو د تنظیم او د تروریزم سره مبارزې په نوم ترسره کېږي.
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو په وار وار ویلي چې دا طیارې د افغانستان مربوط دي باید افغانستان ته له ځنډ پرته وسپارل شي، ځکه دا د افغانانو ملي حق دی، خو تر اوسه لا چا د افغانانو دا غږ چا نه دی اورېدلی.