د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویلي، چې د قطر په «العديد» پوځي اډه کې یې د هوايي دفاع نوی مرکز پرانیستی دی.
د سنټکام د خبر له مخې، د دې مرکز د جوړېدو موخه په منځني ختیځ کې د امریکا د هوايي دفاع په برخه کې د همغږۍ پیاوړتیا ده.
د راپورونو له مخې، یاد مرکز چې «MED-CDOC» نومېږي، د امریکا هوايي عملیاتو د مرکز تر چتر لاندې فعالیت کوي او پکې د دغه هېواد یو شمېر سیمهییز متحدین هم ګډون لري.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا پوځ په ۲۰۲۳ کال کې له قطر سره هم په ګډه د هوايي دفاع یو مرکز پرانیستی و.
