ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۷/۲/۸ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_فراه کې څه باندې ۸۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي.
۲_تېرو دوه میاشتو کې څه باندې پنځه زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی.
۳_د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزير ملا عبداللطيف منصور: د خوښۍ ځای دی، چې په اسد میاشت کې مو آزادي ګټلې وه او په همدې میاشت کې د پانګونې لوی تړون هم لاسليک کوو.
۴_د عزيزي ګروپ مشر میرویس عزیزي: د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید دا پروژه به له ښارونو تر کلیو ټولو افغانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.
۵_میرویس عزیزي: زه په افغانستان کې د سیاسي موقف په لټه کې نه یم؛ یواځنۍ موخه مې د هېواد د صنعت او اقتصاد پرمختګ او د هېوادوالو سوکالي ده.
۶_افغانستان کې د ۱۰ میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه.
- [ ] منځنی ختیځ:
۱_پر غزې تړانګې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې ۸۳ فلسطینیان شهیدان شوي.
۲_حماس غورځنګ ويلي، د اسرائيلو له لوري پر دوی د مرستو د غلا تورونه بې اساسه دي.
- [ ] نړۍ:
۱_د امریکا بهرنیو چارو وزارت امریکایي اتباعو ته: ایران ته له سفر کولو ډډه وکړئ.
۲_ټرمپ روسیې ته نږدې د اټومي اوبتلونو د ځایپرځای کولو امر کړی.
۳_د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره باید لهمنځه یوړل شي.
۴_امریکا کې وسلهوال برید څلور تنه وژلي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.