د سرچينو د معلوماتو له مخې ايران کې د وروستيو ورځو پیل شویو پراخو لاریونو له امله وضعيت شېبه په شېبه د لا ترينګلتيا پر لور روان دی.

دا مهال د ايران په ۲۷ ولايتونو کې د حکومت پر ضد پراخ لاريونونه روان دي او نورو ولايتونو ته د پراخېدو په حال کې دي.

لاريونونه د پلازمېنې تهران، اصفهان، مشهد، شيراز، کرمان او په ګڼو نورو لويو ښارونو کې روان دي.

لاريون کوونکي د حکومت د پاليسيو، د توکو د بيو لوړوالي او د خلکو د اقتصادي وضعيت په خرابېدو نيوکه کوي او حکومت د دې هر څه مسول ګڼي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version