د آر ټي عربيک رسنۍ د راپور له مخې د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي، چې وروستي لاريونونه د حکومت د ناسم مدیریت پایله ده.
پزشکيان زياته کړې، چې د خلکو ستونزو حل لپاره باید د هېواد منابع په سمه توګه مدیریت شي.
په ورته وخت کې د تهران والي محمد صادق هم ویلي، چې سوله ییز لاریون د خلکو قانوني حق دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د موساد لخوا د لاريونونو د پراخولو هڅو د ایراني چارواکو اندېښنې زیاتې کړې دي.
ياده دې وي، چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د ايران په ګڼ شمېر لويو ښارونو کې لاريونونه روان دي.
