بلوڅ بېلتونپالو (BLA) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې وسلهوالو یې د بلوچستان ایالت ډاډر ولسوالۍ په مشکاف سیمه کې د اورګاډي پټلۍ ویجاړه کړې او یو له پوځیانو ډک اورګاډی یې تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.
د معلوماتو له مخې د بلوڅ وسله والو له لوري د اورګاډي له درولو وروسته د پوځ او بلوڅ وسلهوالو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې شپږ تنه پوځیان وژل شوي او سل نور ژوندي نیول شوي دي.
د سرچينې په وينا په اورګاډي کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) او د ترهګرۍ ضد ځواک (ATF) پوځيان دي، چې غوښتل یې پنجاب ته په رخصتۍ لاړ شي.
بلوڅ بېلتون پالو همداراز خبرداری ورکړی، چې که د نیول شویو پوځیانو ژغورلو لپاره پوځي عملیات ترسره شي، نو ټول نیول شوي پوځیان به ووژني او مسؤلیت به یې د پوځ پر غاړه وي.