د راپورونو له مخې د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول له هند څخه د بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزيرې شيخ حسينه واجد د سپارلو غوښتنه کړې او ويلي یې دي چې نوموړې باید د قضايي تعقیب لپاره دوی ته وسپارل شي.

راپورونه کاږي چې د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ویلي، چې د شيخ حسینې د ورسپارلو په اړه یې هند ته یو شفاهي ډیپلوماتیک پیغام استولی، او دغه راز بيا د بنګله دېش د کورنيو چارو وزارت مشاور جهانګير عالم چوهدري ويلي وو، چې د بنګله دېش او هند تر منځ د بنديانو د تبادلې تړون شتون لري او ښايي هند به د بنديانو د تبادلې د تړون له مخې حسینه واجد ور وسپاري.

د يادونې وړ ده چې هند تر اوسه د بنګله دېش د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزيره شيخ حسینه د روان کال په اګست مياشت کې د خپل حکومت له ړنګېدو وروسته هند ته وتښتېده او پر هغې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، د سیاسي مخالفینو په ډله ییزو نیولو او غیر قضايي وژنو، او د ميلياردونو روپيو د غلا تور پورې دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version