د راپورونو له مخې بېګا د شپې ناوخته اسرائيلو د اوربند تړون د درېيمې‌ تبادلې په ترڅ کې ۱۱۰ فلسطيني بنديان خوشې کړي او د سره صليب کميټې په منځګړیتوب غزې ته ستانه شوي.

له دې وړاندې صهيونيستي رژيم غزه کې د بنديانو د تبادلې مراسمو د ګڼې ګوڼې له امله د يادو فلسطيني بنديانو خوشې کول ځنډولي وو.

د يادو بنديانو له ډلې یې ۶۶ تنه باختری سيمې ته، ۱۴ تنه قدس ښار ته، ۹ تنه د غزې تړانګې ته او ۲۱ نور لومړی غزې او له هغه ځايه نورو سيمو ته لېږدول شوي دي.

ياده دې وي چې د بنديانو په درېيمه‌ تبادله کې پرون حماس غورځنګ درې اسرائيلي او پنځه تنه تايلنډي بنديان د ۱۱۰ فلسطيني بنديانو په بدل کې خوشې کړل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version