د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې نن سهار د ترکیې د «بالیک اسیر» ښار د پوځي وسلو د تولید په يوه کارخونه کې چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان دي.
راپور زياتوي چې د چاودنې شدت ډېر لوړ وو او کارخونې ته د ژغورنې او اور وژنې ډلو په رسېدو خطر ته نږدې يو شمېر کارکوونکي ژغورل شوي.
په ياده کارخونه کې د وسلو د بارودو کپسول تولیدېږي چې شاوخوا زر کسان پکې په کار بوخت دي او وړاندوينه کېږي چې د اوښتو تلفاتو شمېر شايد زيات شي.