د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، د یکشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) له پاکستان او ایران څخه د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پله او اسلامکلا له لارو ټولټال ۴۳۱ کورنۍ چې ۲۱۹۹ تنه کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ ۲۳۲ کورنۍ چې ۱۲۶۱ تنه یې جوړول، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او د ترانسپورټ لګښتونه هم ورکړل شوي دي.
دغه راز له ۳۰۸ راستنېدونکو کورنیو سره نغدي مرستې شوي او په بېلابېلو سرحدي مرکزونو کې کډوالو ته روغتیايي، مخابراتي او نور اړین خدمات وړاندې شوي دي.
د راپور له مخې، د خدماتو په لړ کې ۳۹۸ سیمکارتونه هم له فعالو بستو سره پر راستنېدونکو کډوالو وېشل شوي دي.


