هندوکش غږ ته سرچينو ويلي، جمعهخان فاتح، چې د افغان حکومت د ځواکونو له لوري تر سختې محاصرې لاندې و، په نسي ولسوالۍ کې یې ځان د حکومت ځواکونو ته وسپاره.
د معلوماتو له مخې، د محاصرې له پراخېدو او له هر لوري د سیمې له کلک محاصره کېدو وروسته، نوموړي ته له ځان سپارلو پرته بله لاره نه وه پاتې، چې په پایله کې یې د افغان حکومت ځواکونو ته ځان وسپاره.
په ورته مهال د وسله وال ځواک لوی درستیز، قاري فصیحالدین فطرت، هم نسي ولسوالۍ ته سفر کړی و، څو د نوموړي د ډلې پر وړاندې د وروستيو عملیاتو مشري وکړي.
ویل کېږي، پلان دا دی چې د جمعهخان فاتح ټول ملګري خلع سلاح او سیمه په بشپړه توګه تصفیه شي.


