د ایران تسنیم خبري اژانس د حماس غورځنګ د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې، پر غزې تړانګې د صهیونیستي اسرائیلو په تازه بریدونو کې یو صهیونیستي بندي وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

سرچیني د وژل شوي او ټپي شویو صهیونیستانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې، پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم په تازه هوایي بریدونو کې له دې سربېره څه باندې ۳۵۰ تنه فلسطینیان هم شهیدان شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version