د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ امنیتي منسوبینو د غلو هغه درې کسیز بانډ نیولی، چې وړمه ورځ یې یو ریکشه چلوونکی کس د چړو په ګوزارونو مرګونی ټپي کړی او ریکشه یې ورڅخه تښتولې وه.
د خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، یادو کسانو یوه اونۍ وړاندې یوه بله ریشکه هم له یو هیوادوال غلا کړې، یو شمېر پیسې او نور د خرڅلاو وړ توکي یې ترې وړي او ترڅنګ یې نور ګڼ کسان لوټلي دي.
نیول شويو کسانو په خپلو یادو جرمونو اعتراف کړی او ښایي د څیړنو په پایله کې په نورو جرمونو هم ککړ وپېژندل شي.
سرچینه زیاتوي، له یادو کسانو ترلاسه شوې دواړه غلا شوې ریکشې او یو شمېر غلا شوې پیسې د یادې ولسوالۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر مولوي نور مالک زاهد په لاسونو خپلو مالکینو ته سپارل شوې دي.