د دایکندي ولايت مسولین وايي، په یاد ولایت کې د غرښویېدنې له امله یو تن مړ شوی دی.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق د دې پېښې په تایید رسنیو ته ویلي، چې د وروستیو واورو له امله د غزني، بامیان، دایکندي او سرپل ولایتونو د ۲۰ ولسوالیو لارې تړل شوې دي.تر دې وړاندې د نورستان په نورګرام ولسوالۍ د تيتين درې په نکره کلي کې د غر ښويېدنې له امله ۲۵ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي وو.
د يادو پېښو لامل تر ډېره وروستي واورې او بارانونه بلل شوي دي.بلخوا، د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې لا هم په یو شمېر ولایتونو کې د درنو واورو او باران د اورښت اټکل کړی دی.
د ويلو ده، چې نن هم په يو شمېر ولایتونو کې سخته واوره او بارانونه ورېدلې دي.