د افغانستان د ګمرکونو عمومي ریاست په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په طورخم کې د څه باندې ۶۸ کیلو ګرامه ګرانبیه ډبرو د قاچاق مخه نېول شوې ده.

دغه اعلامیه نن سه‌شنبه د حوت په ۸ مه نېټه خپره شوې، په اعلامیه کې راغلي، چې یاد ګرانبیه ډبرې په باروړونکو موټرو کې ډېر په مهارت ځای پرځای شوې وې.په اعلامیه کې زیاته شوې ده: ” یاد ګرانبیه ډبرې، چې په بار وړونکو موټرو کې ځای پر ځای شوې وې، عاملینو یې غوښتل، چې د طورخم له لارې یې پاکستان ته قاچاق کړي، چې د امنیتي مسولینو لخوا ونیول شوې”څه موده وړاندې د کندهار ولایتي مسولینو هم پاکستان ته د ګرانبیه ډبرو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی و.

د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې پخوا د لاجوردو، لیتیم او کوینزیټ په ګډون ګرانبیه او نیمه‌ګرانبیه ډبرې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق شوي دي.

د ویلو ده، چې په وروستیو کې پاکستان ته د مسو او المونیم د قاچاق په تړاو هم په بېلابېلو وختونو او ځایونو کې یو شمېر اشخاص نېول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version