هر افغان وګړی حق لري چې د مهمو ملي او ټولنیزو مسایلو په تړاو بحث وکړي او د اصلاح په موخه خپل سالم نقد شریک کړي، خو په افغانستان کې د مهمو ملي او ولسي مسایلو په تړاو د افغان حکومت د شعوري مخالفینو نیوکې د سالم او منطقي نقد بڼه نه لري، بلکې په ښکاره ډول د عقدهیي غبرګون، شخصي ناکامیو، سیاسي بې ځایه کېدو او خپلو تېرو ناکامو تجربو د سپینولو هڅه ده، د یادو مخالفینو، لکه شکریه بارکزۍ، محمد عثمان طارق، خالد ایثار او نورو له لوري تل داسې بحثونه مطرح کېږي، چې تر ډېره تکراري، له مبالغې ډک او د تحریف بڼه لري.
همدا مخالفین هغه کسان دي چې د جمهوري رژیم پر مهال یې واک، بودیجه، نړیوال ملاتړ او بشپړ صلاحیت درلود، خو افغانستان یې د فساد، بې عدالتۍ او تباهۍ کندې ته ور ټېل واهه، یادو مخالفینو نه بنسټیز نظام جوړ کړ او نه یې د ملي حاکمیت ساتنه وکړه، بلکې حکومت یې شخصي ملکیت ګرځولی و.
نن چې یادو څېرو د افغان حکومت پر ضد د ړوند مخالفت نقاب اغوستی، د علمي تحلیل پر ځای شخصي رأیه، احساساتي جملې او نیمګړي معلومات وړاندې کوي، د دوی ټول بحثونه له مسلکي چوکاټ څخه وتلي دي، له واقعیت سره ټکر لري، د سیاسي انتقام بڼه لري او د تېر نفوذ د بیرته ترلاسه کولو هڅې پکې غالبې دي.
دوی داسې بحثونه تکراروي چې نه نوې خبرې لري، نه د ملت د ستونزو درملنه کوي او نه هم په کومه برخه کې عملي حل وړاندې کولای شي، د دوی غیر منطقي نیوکې یوازې د رسنیز شور لپاره دي، ځکه د دوی په خبرو هغه وخت اصلاح راتللی شي چې د اصلاح نیت او پاکه سابقه ولري. د دوی بحثونه عامه افکار مغشوشوي او مهم بنسټیز مسایل له خپل اصلي مسیر څخه ګرځوي.
تر ټولو خطرناک اړخ یې دا دی چې دغه مخالفین د افغانستان داخلي، حساس او بنسټیز مسایل په شعوري ډول تحریفوي او نړیوالو ته یې په ډېره بده بڼه وړاندې کوي، دوی هڅه کوي چې د افغانستان اصلي واقعیت د خپلو شومو اهدافو او شخصي منافعو لپاره په غیر واقعي توګه وړاندې کړي.
د یادو مخالفینو تحریف شوي روایتونه د افغانستان د دښمنانو له سیاسي او تبلیغاتي اجنډاوو سره همغږي ښکاري، د دوی هر ډول کړنې د افغانانو د دښمنانو له لوري هدایت شوې هڅې دي، چې موخه یې د افغان حکومت کمزوري څرګندول دي.
دا چې یاد مخالفین د خپل بحث او عامه اذهانو د تحریفولو او مغشوشولو لپاره بله موضوع پیدا نه کړي، په شرعي قوانینو لکه جزایي اصولنامې او نورو د خپلو خواهشاتو او بې علمۍ مطابق غیر منطقي نیوکې کوي، دا ښکاره خبره ده چې دوی له دیني علم څخه محروم دي؛ دوی کله کله د شخصي اغراضو او حسد له مخې د دیني شعائرو سپکاوی کوي او ځان ډېر عصري ښکاره کوي، خو دا هر څه د نورو په لمسون سرته رسوي.
نوی افغان حکومت د جګړې او اشغال له پای ته رسېدو وروسته د نظم، امنیت او ملي حاکمیت د ساتنې کامیابې هڅې کوي، طبیعي ده چې دا بهیر ستونزمن او ډېر کار ته اړتیا لري، خو دا هڅه له هغه ګډوډ حالت سره د پرتلې وړ نه ده چې د پخوانیو واکمنانو د حاکمیت پر مهال موجوده وه.
د شعوري مخالفینو نیوکې چې په خپله یې افغانستان وران کړی و، نه اخلاقي وزن لري او نه هم عملي اعتبار او اغېزې؛ دا غږونه که هر څومره لوړ شي، بیا هم د خپلو ناکامو هڅو او تحریفي کړنو واقعیت نه شي بدلولی، بلکې یوازې ځانونه لا ډېر ستومان او رسوا کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
