د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر دوکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ترمنځ ټیلیفوني خبرې کړي.
بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو خواوو په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو، له جرمني څخه د ۸۱ افغانانو د راستنولو پروسې او افغانستان ته د کډوالو د وروستیو څپو په اړه خبرې وکړې.
د خبرپاڼې لهمخې، ښاغلي متقي د قطر له همکاریو منننه کړئ او هیله یې څرګنده کړې، چې راستانه شوي افغانان به په وطن کې عادي ژوند پیل کړي.
نوموړې همداراز ډاډ ورکړی، چې جرمني کې به د افغان ډیپلوماټانو له خوا مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمات په شفاف ډول وړاندې شي او د خبرو راتلونکي پړاوونه هم په مثبت ډول پرمخ ولاړ شي.
له بله پلوه په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر ژمنه کړې، چې هېواد به یې د دغه پروسې په پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغان کډوالو وضعیت له نږدي څاري او له اړونده ارګانونو سره کار کوي، چې له افغان حکومت سره د وضعیت په مدیریت کې مرسته وکړي.