عربي بوسټ رسنۍ راپور ورکړی، چې په یمن کې د انصارالله سیاسي دفتر غړي «محمد البخيتي» ویلي، چې د ایران ترڅنګ به د امريکا او اسرائيل پر وړاندې د جګړې ډګر ته ورودانګي.

نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا سره د دوی توافق د برید نه مخکې و، خو اوس حالاتو بدلون وکړ او جګړه به پراخېږي.

د سياسي شنونکو په وينا، د انصارالله دا خبر د دې ښکارندویي کوي چې د سیمه‌يیزو شخړو د نړیوالېدو خطر نور هم ډېر شوی او سره سمندر کې د امریکايي ځواکونو هدف ګرځېدل یو نوی فصل پرانیزي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version