د هېواد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کندهار ولایت د ځايي امنیتي مسؤولینو له قوله خبر ورکړی، چې د دغه ولایت له رېګستان ولسوالۍ څخه پاکستان ته په غیرقانوني توګه د ۲۱۰ پسونو د لېږد مخه نیول شوې ده.
د سرچينې په خبره، دغه څاروي د کرنې او مالدارۍ ریاست او د امنیه قومندانۍ ځواکونو په همکارۍ نیول شوي دي.
دغه راز د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند رسنیو ته ویلي، چې د یادو څارویو د قاچاق په تور درې کسان هم نیول شوي دي.