د پرځېدلي جمهوریت پرمهال د ارګ یوه ویاند نجیب ازاد ادعا کړې، چې اسلام اباد ته تلونکو اشخاصو کې د نشهیي توکو یوه قاچاقبره (فوزیه کوفي) هم شته.
هغه ویلي، داسې شواهد شته چې نوموړې په قاچاق کې ښکېله وه او په خپل ولایت (بدخشان) کې یې د نجونو د پرمختګ مخه نیوله، څو د دې ځای ونه نیسي.
نجیب ازاد وړاندې زیاته کړې، چې یاده قاچاقبره نن د افغانستان په ملي ارزښتونو بحث کوي، پهداسې حال کې چې د دغو اشخاصو غږ نه پرون اغېزمن و، نه نن دی او په خبره یې «سبا خو به بېخي اغېزمن نه وي.»
نجیب ازاد دا نهدي ویلي، چې فوزیه کوفي په څه ډول قاچاق کې ښکېله وه/ده؛ خو تر دې وړاندې پر نوموړې د نشهیي توکو، له هېواده بهر د بهرنیو اسعارو او د هېواد د تاریخي اثارو د قاچاق خبرونه لاس په لاس شوي دي.