د راپورونو له‌مخې، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په تېرو څو اونیو کې څلور ځلې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټلیفوني اړیکې ته ځواب نه‌دی ورکړی.

په راپور کې د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر له قوله راغلي چې د روان میلادي کال د اپرېل له ۲۲مې راهیسې د مودي او ټرمپ ترمنځ تلیفوني اړیکه نه‌ده شوې.

ویل کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکي تعرفو پر سر د سوداګریزو خبرو له ناکامي او د نوي ډیلي او اسلام اباد تودو اړیکو د هند او امریکا پر اړیکو سیوری غوړولي دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version