د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د یوې تازه خبرتیا په خپرولو سره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا، سېلابونو، دوړو او خاورو د طوفانونو او تېزو بادونو خبرداری ورکړی او
د یاد وزارت د هوا پېژندنې ریاست د اټکل له مخې، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ تر ۳۱مې نېټې پورې په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو ولایتونو کې د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۵ میلی مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرتیا زیاتوي چې په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو د طوفانونو د رامنځته کېدو امکان هم شته، چې د بادونو چټکتیا به په ځینو سیمو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومترو په ساعت پورې ورسېږي.


