Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»نورستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د شهیدانو شمېر ۲۳ ته ورسېد او ۱۰۰ تنه لا هم نادرکه دي
    افغانستان

    نورستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د شهیدانو شمېر ۲۳ ته ورسېد او ۱۰۰ تنه لا هم نادرکه دي

    عمران آغاعمران آغا21 جولای 2026څرگندونې نشته1 دقیقه لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له پېښو سره د مبارزې اماده‌ګۍ ادارې مرستیال ویاند قاري تاج محمد همت ویلي، چې د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ تنه شهیدان شوي، ۸۰ تنه ټپیان او شاوخوا ۱۰۰ کسان لا هم نادرکه دي.

    د همت د معلوماتو له مخې، پرون په نورستان ولایت کې راغلو سختو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي او د لومړنیو معلوماتو له مخې تر اوسه د ۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي او شاوخوا ۱۰۰ کسان لا هم نادرکه دي، چې د ژغورنې ډلې یې د موندلو هڅې کوي.

    نوموړي زیاته کړې، چې سېلابونو د استوګنې او سوداګریزو ودانیو ترڅنګ عامه شتمنیو ته هم پراخ زیانونه اړولي دي. د معلوماتو له مخې ۷ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۲۳ نور کورونه نسبي زیانمن شوي دي.

    دغه راز ۱۱ هوټلونه هم په بشپړ او نسبي ډول ویجاړ شوي، ۷۰ هټۍ له منځه تللي او ۴۰ عرادې غټ او واړه وسایط زیانمن شوي دي.

    له پېښو سره د مبارزې اماده‌ګۍ ادارې ویلي، چې یاد ارقام لومړني دي او د ژغورنې، پلټنې او ارزونې له دوام سره ښایي بدلون ومومي.

    مخکینۍ مقالهامریکا ویلي، پر ایران به زموږ عملیات تر بشپړې بریا دوام وکړي
    راتلونکي مقاله د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او تېزو بادونو خبرداری ورکړل شوی

    مربوطه لیکنې

    د ماشومانو د اصلاح او تربیې مرکزونه له زندانونو ادارې عدلیې وزارت ته ولېږدول شول

    5 نوومبر 2026

    په شپږو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شوی

    5 نوومبر 2026

    د دفاع وزارت ۱۷۹ ځوان منسوبین له درې‌میاشتنیو مسلکي پوځي زده‌کړو فارغ شول

    5 نوومبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 6 نوومبر 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لویه هوکړه نږدې شوې او ښايي ټوله اروپا پکې شامله وي

    رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د روسیې او اوکراین ترمنځ…

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: ښايي د ایران پاتې برخې هم ویجاړې کړو

    6 نوومبر 2026

    فرانسه کې د لاریونونو پر مهال ۴۴۸ کسان نیول شوي او ۵۳ پولیس ټپیان شوي

    6 نوومبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لویه هوکړه نږدې شوې او ښايي ټوله اروپا پکې شامله وي

    6 نوومبر 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: ښايي د ایران پاتې برخې هم ویجاړې کړو

    6 نوومبر 2026

    فرانسه کې د لاریونونو پر مهال ۴۴۸ کسان نیول شوي او ۵۳ پولیس ټپیان شوي

    6 نوومبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،150 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،274 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.