وروستۍ برخه خو د کیسې پای نه:

ددې لړۍ په تېرو ۱۲ برخو کې چې د (د یوه قومندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې) تر سرلیک لاندې په هندوکش غږ کې خپرې شوې، خپله ټوله هڅه مو کړې چې د هرات د بدنام او فاسد جنګسالار (اسماعیل خان) د پټ ژوند یوه څنډه ولیکو.

خو دا د کیسې پای نه دی، ځکه د اسماعیل خان په څېر خلکو د ژوند پټ او ناویلي اړخونه تر دې ډیر بدنام او تور دي چې ټولې ترخې پیښې یې په یوه لنډه لړۍ کې راټولې او بیان شي.

تېر شل کلن اشغال لکه څرنګه چې د اسماعیل خان په څېر خلکو ته د واکمنۍ، ظلم، فساد او لوټمارۍ لپاره زمینه برابره کړه، د دوی د جنایتونو، خیانتونو او ناورین رامنځته کوونکو کړنو د پټ پاتې کیدو لپاره هم مناسب بستر و.

په دې کچه چې د پردیو د هر اړخیز ملاتړ، د عدلي او قضایي بنسټونو د کمزورتیا، سانسور او دروغجنو تبلیغاتو تر سیوري لاندې، د دې څهرو ډیری جنایتونه د ولس له سترګو پټ پاتې شول او له دوی څخه د پوښتنو ګروېږنو هېڅ فرصت برابر نه شو.

د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د اسماعیل خان په څېر یو شخص، د بې کچې واک او نفوذ په درلودلو سره وتوانید چې په خپلو ډیرو جنایتونو پرده واچوي، د منتقدینو خولې بندې او خپل باطني فساد ظاهراً په ښه بڼه کې پټ کړي.

په دې موده کې یې څومره انسانان ووژل، څومره ظلمونه او شکنجې یې په خپلو شخصي زندانونو کې په مظلومانو وکړل، عامه ځمکې، دولتي املاک او د ځورېدلو خلکو ملکیتونه یې په زور غصب کړل، خپل سیاسي رقیبان یې یا په ګولۍ، یا په زندان او یا په مرموز ډول له منځه یوړل؛ هغه قتلونه چې د خلکو د امنیت لپاره نه، بلکې د مخالفو غږونو د چوپ کولو او د خپل واک د ټینګولو لپاره وشول.

دا چې زه په خپله د هرات اوسېدونکی او په همدې ښار کې لوی شوی یم، ډیر ښه مې په یاد دي چې اسماعیل خان د وزارت په وخت او هغه مهال چې د ولایت په څوکۍ ناست و، د خپلې بشپړې بې کفایتۍ او هراتي ټولنې ته د خدمت د نه شتون له امله یې په میاشتو او حتی کلونو هم نوم په رسنیو کې نه اخیستل کېده.

خو کله به چې د حوت ۲۴مه نېټه راورسېده، د شوروي اتحاد په وړاندې د اسماعیل خان د جهاد اوازې په هرات ښار او ولسوالیو کې زور اخیست، د هغه د میړانې او زړورتیا په اړه له حقیقت لیرې کیسې او روایتونه ویل کېدل. ډیری دا روایتونه او کیسې د اسماعیل خان پلویانو له خپل ځانه جوړول چې له تاریخي حقایقو سره یې سمون نه درلود.

هو! د حوت د ۲۴مې راتګ د دې جنګسالار لپاره یو ستر فرصت ګڼل کیده، دا بدنام شخصیت چې د شوروي اشغالګرو په وړاندې د جهاد او مبارزې له نوم څخه پر ناوړه استفادې سربېره، حتی د هرات د نوم ورکو شهیدانو له قبرونو څخه یې هم د خپل ځواک او شخصي تبلیغاتو لپاره ګټه اخیسته. هغه شهیدان چې د مظلومانو د دفاع او په افغانستان کې د کمونېزم د بوت ماتولو لپاره یې خپل سرونه نذرانه کړل، اسماعیل خان یې د مزارونو تر څنګ د خپل قدرت د نمایش او تبلیغاتو لپاره د پرتمینو مراسمو په ترسره کولو سره هڅه کوله چې ځان د جهاد یوازینی وارث او اتل معرفي کړي، په داسې حال کې چې له دې شهیدانو څخه ډیرو یې د خپل ژوند په اوږدو کې اسماعیل خان هېڅ نه پېژانده.

د جمهوریت په ړنګیدو او له دې خاورې د جنګ سالارانو د کمبلې په ټولېدو سره، اوس د هېواد له هر کونج او کنار څخه د دوی د ظلم او جنایتونو غږونه اورېدل کیږي. هغه ویروونکي جنایتونه چې دا شل کاله په بشپړه توګه پټ وو او هیڅ رسنۍ د هغه د نشر او انعکاس جرئت نه درلود.

اوس له هغو رازونو څخه پرده پورته کېږي چې کلونه کلونه د واک، پیسو او زور تر ګردونو لاندې پټ پاتې شوي وو. د هغه وخت قربانیان، ځورېدلې کورنۍ او چوپ ګواهان ورو ورو په خبرو راغلي او د هغو کسانو ریښتینې څیره افشا کوي چې یوه ورځ یې ځانونه د جهاد اتلان او د ملت خدمتګاران معرفي کول.

هغه حقیقت چې په یو څه ځنډ سره یې خپله لاره پرانیسته، خو بیا یې هم د اسماعیل خان په څېر جنګسالارانو په وینو سره او فاسده څهره، د دې خاورې مظلومو ولسونو ته تر پخوا ډیره روښانه کړې.

له همدې امله نه شو ویلای چې دا برخه د دې لړۍ پای دی، ځکه چې هره ورځ د هرات د جنګسالار د ظلم او جنایت نوې کیسې اورېدل کئږي؛ نورې ترخې کیسې او روایتونه به په نږدې راتلونکي کې د هغه چا لخوا ولیکل شي چې د اسماعیل خان ریښتینې څهره یې په ژوره توګه پېژندلې وي. تر بل هر وخت ډیر به یې د دروغو نقاب له مخه لرې کړي. ان شاءالله

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version