د لوگر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په پام کې لري چې راتلونکی کال په دغه ولایت کې د لیک‌لوست پروگرام پیل کړي، چې سلگونه تنو ته به پکې د لیک‌لوست زمینه برابره شي.

د لوگر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب وايي، راتلونکی کال د لوگر د مرکز په گډون د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د لیک‌لوست زده‌کړې پیلوي، چې څه باندې ۱۲۶۰ کسانو ته به پکې لیک‌لوست ور زده شي.د عرب په خبره، راتلونکی ۱۴۰۳ښوونیز کال کې یاد پروگرام د یونسکو په مالي ملاتړ پیلېږي، چې ۱۲۶۰ نالوستو نارینه او ښځینه‌وو ته به پکې د لیک‌لوست زمینه برابره شي.دی وايي، د راتلونکي کال لپاره په پام کې لري چې ۸۴ ټولگي جوړ کړي.

د لوگر د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ په دغه ولایت کې چټکو زده‌کړو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې او هڅه کوي چې دغه پروگرام کې زرگونه کسان شامل کړي.د لیک‌لوست په پروگرام کې هغه کسان شاملېږي چې د بېلابېلو لاملونو له مخې له زده‌کړو پاتې وي او عمرونه یې ډېر وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version