د افغان حکومت سربېره د بېلابېلو نړیوالو ادارو له لوري په سوېلي ولایتونو کې چیک ډیمونه جوړ شوي، چې وروستیو ورښتونو پکې پراخه اوبه زېرمه کړې دي.

په زابل کې هم د وروستیو ورښتونو وروسته په جوړو شوو چیک‌‌ډیمونو کې پراخه اوبه زېرمه شوې، چې د اوړي په موسم کې به ترې خلک گټه اخلي.په هېواد کې د ANCC موسسې مسوولین وايي، یاد چیک‌‌ډیمونه د خوړو نړیوال پروگرام په مالي لگښت جوړ شوي، چې وروستیو ورښتونو اوس له اوبو ډک کړي دي.

د یادې موسسې مسوولینو ویلي، د زابل سربېره یې په روزگان ولایت هم ورته چیک‌ډیمونه جوړ کړي، چې په کاپي اندازه له اوبو څخه ډک شوي دي.د اوبو برېښنا او انرژۍ وزارت هم ویلي، په راتلونکي کال کې د هېواد په گڼو ولایتونو کې به چیک‌ډیمونه جوړ کړي، چې هم به کروندگرو ته اوبه برابروي او هم به ورسره د ځمکې لاندې اوبه تغذیه کېږي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې د هېواد په گڼو ولایتونو واورې او ورښتونه ورېږي، چې له خلکو یې د سختې وچکالۍ وېره یوه څه اندازه کمه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version