ليکوال:عبدالله زاهد

احمد شاه مسعود چې د پنجشير دره کې پيدا سوی، خو له اصله څخه د تاجکستان د کولاب دی چې نيکه ګان يې د افغانستان پنجشير درې ته راکوچېدلي دي.

منځنۍ زدکړې يې د استقلا ليسه کې کړي چې دغه وخت د استقلال ليسه د فرانسوي ښوونکو او چارواکو له خوا اداره کېده؛ د لومړي ځل لپاره همدغه ليسه کې احمدشاه مسعود د فرانسويانو جال کې راځي، چې وروسته بيا د همدوی له طرفه د لوړو زدکړو لپاره د کابل پولي تخنيک پوهنتون د انجنرۍ پوهنځۍ ته ور پېژندل کېږي.

د ځينو شواهدو په اساس احمدشاه مسعود د لومړي ځل لپاره په استقلال ليسه کې د فرانسوي استخباراتو DGSI سره اړيکې ونيولې او وروسته بيا MI6 ته معرفي سو، د هغه وخت د يوه تجارتي تلويزيون زوړ چلوونکي سنديګال ته وظيفه ورکړل سوې وه چې پنجشير ته ولاړ سي او هلته پر يوه ځوان قومندان چې د دوی غلامي يې شروع کړې وه يو فلم جوړ کړي او د احمدشاه مسعود ورور احمد ولي ځکه لندن ته لېږل کېږي چې انګلش زده کړي، چې سنديګال هم همداسې وکړل،‌ چې د يو ساعته فلم يې جوړ او CIA ته يې وسپاره چې دلته دغه وخت کې د سي آی اې سره د مسعود اړيکې هم ثابتوي، ځکه ايم آی سيکس، ډي جي ايس آی او سي آی اې ډيرې نژدې اړيکې او ګډې پروژې لري.

غرب ولي د احمد شاه مسعود سره اړيکې جوړې کړي؟ د دوی دغه اړيکې د افغانستان له تاريخ څخه الهام اخلي ځکه د افغان انګليس دريو جګړو کې انګريزانو ته ماتې پښتون ورکړې او دوی هيڅکله تاريخ نه هېروي؛ او د مسعود تعصب او د پښتنو سره کينه دوی ته معلومه وه، ځکه يې د مسعود د شخصيت په تبارز کې پوره ونډه واخيسته.

ويکيپيډيا ليکې چې: د بي بي سي يو افغان خبريال د مسعود او د انګلستان د استخباراتو په باب داسي ويلي: «په هغو شپو ورځو کې چې د افغان ولس او روسانو تر منځ ښه گرمه جگړه روانه وه د( بي بي سي ) راډيو نړيوال سرويس ته د انگلستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا يو مکتوب راغي چې بي بي سي بايد د مسعود د شخصيت په تبارز کې ونډه واخلي.» او دا ټولو ته ښه څرګنده ده چې بي بي سي په نامه د يوې آزادې راډيو ده خو اصل مطلب يواځې او يواځې غرب او ايم آی سيکس ته کار کول دي؛ په دې مکتوب کې ويل سوې چې د افغانستان په هر ګوټ کې بايد د روسانو سره د جګړې رابطه له مسعود سره وصل سي؛ په دې مکتوب کې يې آن بيلګې هم راوړل سوي وې چې څنګه بايد بي بي سي احمد شاه مسعود ته لابي وکړي مثلاً: په لغمان کې د روسانو مقابل سخته جګړه روانه ده، روسانو سخت ظلمونه کړي، د لغمان خلک وژل سوي، کورونه يې ړنګ سوي او د يادونې وړ ده چې لغمان ولايت پنجشير ته ور څېرمه پروت دی، چې د افغانستان د جهاد د نامتو قوماندان احمدشاه مسعود مرکز دی، روسانو پر پنجشير څو ځلې حملې کړي خو په نيولو يې بريالي سوي نه دي.

د افغانستان په تاريخ کې يوه د شرم پاڼه مسعود پخپل نامه کړې، غدارۍ، جاسوسۍ او تعصب کې پوره غرق وو او هم اوس يې ډله (شمالي ټلواله) د همده پر قدمونو روانه ده.

د شوروي مقابل د افغانانو په سپېڅلې جګړې کې هم ده له افغانانو سره ستر خيانتونه وکړه چې د همغه جهاد په دوران کې يې له روسانو سره د جاسوسۍ تړونونه لاسليک کړي وه، چې روسانو دغه اسناد ساتلي او بيا يې نشر کړي، چې څنګه لاسليکونه ده ورسره کړي او وروسته تر جهاد يې څرنګه د نورو جهادي ډلو ختمولو او افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړه؛ دا چې د ملګرو ملتونو سوله ييز پلان يې شنډ کړ؛ د ده او د کمونيستانو او ستمي کړيو توطيئه وه چې د افغانستان د بربادۍ سبب سوه چې ټول افغانستان يې لوټې، لوټې کړ او هر راز جرمونو ته يې لاره هواره کړه، چې يواځې کابل کې تر پنځوس زره څخه زيات افغانان و وژل سوه، تعصب يې اوج ته و رسوی، ځکه خو افغان ولس ترې کرکه لري چې د ده او ډلې ستر خيانتونه يې ليدلي.

خو دا چې بيا هم ده ته د اتلولۍ لقبونه ورکول سوی، بيا يې هم ورځې لمانځل کېدلې دا ځکه چې دغه کسان چې دی يې اتل بللی، ورځې لمانځل او د ده ډلې (شمالي ټلوالې) ته يې حکومت کې غوښنه برخه ورکړې وه، د ده لنډغرو ته يې وخت ورکړی وو چې هر وحشت او ظلم يې کوی؛ د دې هر څه وجه دا وه چې دغه تېر حکومت او مشران يې خپله د همغه ادرسه راځي کوم ته چې احمدشاه مسعود جاسوسي کول، کار يې ورته کوی، نو کله چې پر همغه آخور اوبېدونکي اشخاص مشران سي معلومه ده چې هم به وخت ورکوي، هم به يې اتل بولي او هم به يې نازوي، ځکه دوی هم د همغه غرب روزلي وه او افغانستان کې هم د غرب ګټو ته ژمن او لاسونه يې د خپل افغان په وينو سره وه، خو افغان ولس هم دغه د تېر حکومت غلامان او هم مسعود او شمالي ټلواله ښه پېژندلې او ترې کرکه لري.

الحمدلله چې د طالبانو له راتګ سره اوس د دوی لنډغري ختمه سوې، هغه د دوی تصويرونه، په ښارونو کې لنډغري، غلاوې او هر څه ختم سوه، ځکه دلته اوس يو سپېڅلی نظام قايم سوی، چې د اتل او بوتل تر منځ به فرق پکې کېږي، د وحشت او غيرت تر منځ توپير رامنځته سوی، دلته به اوس غله واکداري نه بلکې په محبس کې کښېني، خاين ته به القاب او نازونه نه بلکې حساب به ورسره کېږي، محاکمه کېږي به، دلته به اوس د پرديو غلامان هيڅکله نه اتلان کېږي، اوس به د اتلولۍ اصل تعريف کېږي، چا چې په رښتيا سره د وطن او اسلام دفاع کړې وي هغه به اتل وي نه د پرديو غلامان.

په ۱۳۷۱ کال کې چې کابل د مجاهدينو لاس ته ولوېد نو هغه وخت د پاکستان د استخباراتي شبکې آی ايس آی مشر حميد ګل د شمالي ټلوالې له مشر احمد شاه مسعود څخه د څارګريزو اسنادو غوښتنه کوي چې دغه خبر فرنټير چې پاکستانۍ ورځپاڼه ده، په ۱۹۹۲ کال کې را اخيستې چې جنرال حميد ګل د خاد استخباراتي اسنادو د ترلاسه کولو په موخه کابل ته سفرونه کړي دي، په دغه ورځپاڼې کې راغلي چې:« ګل د پاکستان په اړه د خاد مدارک راټولوي» او ورسره زياتوي چې« احمد شاه مسعود اسناد ګل ته ور و سپارل»د اسلامي جمعيت گوند نامتو قوماندان احمد شاه مسعود چي خپل ملگري يې د پنجشېر د زمري په نامه پېژني د تالقانو د كانټرول له لاسه وركولو وروسته د چټكو مرستو په تمه وو، د سپيني ماڼۍ دې پخواني ملگري خپلو بادرانو ته نور مخ نه درلود، ځكه چې هغه له خپل برياليتوب وروسته زاړه ملگري هېر کړي وه، د امريكا د ملي امنيت شورا په روان حال كې مسعود د هېرويينو د قاچاق وړونكي او د بشر له حقونو د يوه سرغړونكي په توگه پېژانده، مرلين البرت چې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال په افغانستان كې د بشر د حقونو د څارونكي په توگه دنده لرله وايې: « هغه كسانو به چې د مسعود تر قوماندې لاندې سيمو كې د كوكنارو د كروندو په اړه څېړنه كوله او يا به يې غوښتل د كوكنارو په اړه په پټو رازونو خبر شي، نو ژوند به يې د مرگ له گواښ سره مخ شو.

البرت وايې چې ډېر كسان د ورته څېړنو په پلمه له منځه ولاړل. بېله شكه هغه وخت چې احمدشاه مسعود د افغانستان ډېرې سيمي له لاسه وركړې نو په همدې وخت كي د جميت اسلامي حزب د قوماندې اصلي مركز د بدخشان ولايت وو. په دې ولايت كې د هر بل بوټي په پرتله كوكنار ډېر كرل كېدل. د فيض آباد ښار په دې وخت كې د برهان الدين رباني مركز وو.

د فيض آباد له هوايي ډگر څخه چې به د پروفيسر برهان الدين رباني د تمځاى په لور په موټر كې روان شوې نو تر هغه چې به ټاكلي ځاى ته رسېدې د سړك دواړو غاړو ته به پرېمانه د كوكنارو كروندې ولاړي وې.

د راپورونو او عيني شاهدانو د وينا پر اساس د بدخشان په ولايت كې د هېروينو د توليد درې فابريكې موجودي وي، خو پوښتنه دلته ده چې آيا د نظار د شورا مسؤل احمد شاه مسعود كوكنارو په دې سوداگري كې ښكېل وو، كه څنگه ؟ ځکه طالبان چې په همدې كلونو يې د افغانستان په ۱۰۰ کې ۹۰ سلنه خاوره يې لاس کې وه خو هغوى د ۲۰۰۰ميلادي كال د جولاى په مياشت كې امر وكړ چې د كوكنارو ټولې كروندې بايد له منځه ولاړې شي او كه څوك له دې امر څخه سرغړونه وكړي نو له سختې اسلامي سزا سره به مخ شي، كه څه هم د طالبانو قوماندانان وي.

د طالبانو د تحريک د مشر ملامحمد عمر د يوه فرمان سره سم د يوه كال په تېرېدو د طالبانو تر تسلط لاندې سيمو كې د كوكنارو كروندې محوه شوې؛ خو د افغانستان په شمالي ولايت بدخشان كې بيا هر څه بل ډول وو، د نوموړي ولايت په اړوندو سيمو كې په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې د كوكنارو كروندې له ۲۴۵۸ هكټاره څخه ۶۳۴۲ هكټارو ته اوچتې شوې.

د شمالي ټلوالې له وتلي مشر احمدشاه مسعود څخه چې به كله د كوكنارو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه به ويل موږ د كوكنارو د كر كيلي مخالف يو او زموږ دريځ په دې اړه روښانه دى، مسعود دا څرگندوني د انتوني ډاويس په نامه يوه بهرني خبريال ته كړي وې.

د شمالي افغانستان د كوكنارو صادراتو ستونزه نه لرله، د بدخشان ولايت مخدره توكي په ډېره اسانه طريقه د منځنۍ آسيا هيوادونو ته د كورنيو او بهرنيو قاچاق وړونكو له خوا لېږدول كېدل، خو په دې وخت كې په جنوبي افغانستان كې بل صورت حال وو، دلته د كوكنارو د كروندگرو او د قاچاق وړونكو كاروبار په ټپه درېدلى وو.

له شمالي ولايت بدخشان څخه په دې وخت كې هېروين د ( يو، اف) ډوله چورلكو په مرسته تاجكستان ته لېږدول كېدل، خو طالبانو د خپلې ولكې لاندې سيمو كې د قاچاق وړونكو د نيولو پر سر انعام ايښى وو.

دا انعام د طالبانو د خپلو مشرانو په سر هم ايښودل شوى وو، هغه دا چې كه چيرته د طالبانو قوماندانان او نور ټيټ پوړي جنگيالي هم په ورته تور نيول كېدل نو له سزا سره به مخامخ كېدل، د راپور چمتو كوونكى وايې: زه تر اوسه نه پوهېږم او په دې اړه مستند اسناد هم نه لرم چې آيا په خپله مسعود به د مخدره توكو په قاچاق كې لاس درلود او كه څنگه؟»د راپور په ۵۱۶ مخ كې د امريكا د استخباراتي ادارې (سي، آى، اې) د مدير ښاغلي تينت له قوله راغلي چې مسعود او د هغه ډله په ډېرو جنايتونو كي ښكېله وه، د احمدشاه مسعود او د هغه د شمالي ټلوالې د ملگرو ډېر لگښتونه د هېروينو له كاروبار څخه تر لاسه كېدل.

د نظار د شورا وسله والو د دې مشر له خوا د بشر د حقونو څخه د سرغړوني لويه پېښه په كال ۱۹۹۳ ميلادي كې په كابل كې ثبت شوې ده، د راپور پر بنسټ نوموړي په همدې كال د كابل په لوېديځ افشارو سيمه كې ملكي هزارگان په ډلييزه توگه ووژل.

دا د افغانستان د اسلامي دولت د دفاع وزارت په څوكۍ د مسعود تر ټاكل كېدو وروسته د هزاره وو په وړاندې د هغه پياوړي عمليات په گوتو شوي دي.

د مسعود ډلې وروسته له هغه د افشارو په سيمه كې د وحدت د گوند په مركزي دفتر بريد وكړ چې هغه د وحدت د گوند د مشر عبدالعلي مزاري او د مركزي دولت د مخالف مشر گلبدين حكمتيار تر منځ په پټو خبرو اترو خبر شو.

يو طرف د وحدت او جميعت ګوند سره يو ځای وه چې بل طرف حکمتيار او مزاري د يو کېدو پټ پلانونه پر کار اچولي وه، تر څو په ګډه د جميعت ګوند خلاف ودرېږي، د دوی د خبرو اترو د پيل کېدو سره سم احمد شاه مسعود په ۱۳۹۳ ميلادي کال د اکتوبر پر ۱۱مې نيټې د سهار پر پنځه بجو د وحدت ګوند پر مرکزي دفتر بريد وکړ؛ خو مخکې له بريد څخه د وحدت ګوند مشرانو سيمه پرې ايښې وه او تښتېدلې وه چې بغير له مقاومت څخه د وحدت ګوند مرکزي دفتر د احمد شاه مسعود اورپکو ته په لاس ورغلی.

د همدې ورځې د غرمې په وخت د احمد شاه مسعود په ملېشو پلټونکي چې د ورځې تر پايه معلومه سوه چې د مسعود ډلې خلک سخت شکنجه کړي، قتل عام او پر ځوانانو انجنو او ښځو جنسي تيری هم سوی.

د کابل د ټولنيزو علومو د انسټیټیوټ په لاندې اطاقونو کې د انسانانو بې شمېره د بدن غړي تر لاسه شول، چې دا د شواهدو په توګه يادولای سو.

جنرال رحمت الله ساپی چې د روس مقابل جهادي څېره او د مسعود له نږدې ملګرو څخه وو، د ده کتاب(مسعود پېژنئ) کې ليکلي«په افغانستان کې چه د کمونيستانو او شوروي ځواکونو پر ضد جهاد پيل شو ورسره سم د احمدشاه مسعود نوم را اوچت او خپور شو.

په پاکستان کې د مسعود رنگين عکسونه پر دوکانونو، د مهاجرو پر کمپونو، ښاري ترانسپورت لکه رکشا ، ټکسي موټرو او ښاري بسونو او لاريو باندې وزړول شول.چا (شير پنجشير) او چا هم (عقاب پنجشير) ياداوه.

B.B.C تر دې د مسعود لپاره ډنډورې ووهلې چې نړيوالو ته يې داسې وښودله چې د مجاهدينو معنی مسعود او د پنجشير معنی افغانستان دی. که مسعود نه وي نو جهاد او مجاهدين او که پنجشير نه وي نو افغانستان نشته.

ما په همغه مهال لهB.B.C سره په يوه مرکه کې ویلي وو چې زمونږ هندوکش او سپين غر پوځي اکاډمي دي چې د مسعود په شان جنرالان يي روزلي دي، احمدشاه مسعود افغان دی، زموږ ورور دی خو موږ د مسعود په شان په سلگونو قومندانان لرو او پنجشير هم په لوی افغانستان کې يوه غرنۍ ولسوالۍ ده چې د ټول افغانستان معنی نه ورکوي. تاسي ته ښايي چې د مجاهدينو نورو قومندانانو او د افغانستان نورو سيمو ته هم پاملرنه وکړئ.

پنجشير د هندوکش سهيل او د پروان په ولايت پوري اړوند دی . د احمدشاه مسعود د أر سيمه د کابل- سالنگ لويه لار او بيا د بگرام هوايي ډگر وو…. مياشتې او کلونه تېر شول، د سالنگ لويه لاره بنده نشوه، پر بگرام جگړه ونشوه او أن د يوځل لپاره هم مسعود گلبهار ته چې د پنجشير ور دی خپل سر راښکاره نه کړ.

نومونه ډېر وو، ستاينې او تبليغات ډېر وو ، خو د بري څرک نه لگيده، د انگريزانو او فرانسويانو مرستي مسعود ته رواني وې.»

احمد شاه مسعود ډېر کومکونه له بهرنيانو څخه تر لاسه کول، د يوه راپور له مخې چې مسعود ته د ايران، روسيه، تاجکستان، ازبکستان او نورو ملکونو علاوه د فرانسې او غربي ممالکو همايت هم وو او پوره کومک يې ورسره کاوه.

Massoud’s link with Iran, Russia etc د احمد شاه مسعود روابط له ايران او امريکا سره: په دې مکتوب کې چې د امريکا په سفارت کې په اسلام اباد کې دی، چې د هغه وخت ويليام ميلام چې د امريکا سفير په اسلام اباد کې وو استول سوی، په دې خط کې ويل سوي چې طالبان د دوامداره او سخت اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي، خو د طالبانو مقابله ډله احمد شاه مسعود له ايران او نورو ملکونو څخه ډېره نقدي مرسته تر لاسه کوي.

په دې خط کې ذکر سوي چې مسعود ته د پيسو زيات انتقال د ايران استخبارات کوي او د تاجکستان له کولاب څخه دغه پيسې پنجشير ته رسېږي او ورسره ويل سوي چې دغه زياتو پيسو ليدلو سره اکثره د مسعود خپل خلک هم پر مسعود شکمن کړي، چې دا دومره پيسې له کومه راځي.

په همدې راپور کې ويل سوي چې رباني او مسعود ډيرې نژدې اړيکې د پاکستان له آی ايس آی سره لري؛ همدغسي د ده يو نږدې کس چې ځان جنرال داؤد ښيي په طلوع تلويزيون کې وايي چې اروپايي ملکونه زموږ تر شاه ولاړ وه او هر راز مرستې يې د طالبانو مقابل جګړه کې راسره کولې او د ده په وينا چې فرانسې نه غوښتل چې د افغانستان حکومت دې طالبانو ته په لاس ورسي، ځکه دی وايي، زموږ سره يې هر راز مرستې کولې او زياتوي چې د احمدشاه مسعود طاقت همدا اروپا، امريکا، ايران او روسيې سره اړيکې وې.

اخځليکونه:مسعود پېژنئ، ليکوال: رحمت الله ساپیدويمه سقاوي: سمسور افغانويکيپيډيا

ځواب پریږدئ

Exit mobile version