پاکستان د خپل تاسیس له ورځې تر ننه پورې له ګڼو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دی. د دې هېواد سیاست، پوځ او نړیوالې اړیکې تل له کړکېچونو ډکې پاتې شوې دي، خو مهمه پوښتنه دا ده چې د پاکستان واقعي دښمن څوک دی؟

د پاکستان اصلي ستونزې د بهرنیو دسیسو یا د ګاونډیو هیوادونو د لاس وهنې پر ځای د دې هیواد د خپلو داخلي بنسټونو له امله رامنځته شوې دي.

یاد هیواد د پوځ او سیاستوالو د ناسمو پالیسیو، اقتدارطلبۍ او فساد له امله له دوامداره اقتصادي بحرانونو، امنیتي ننګونو او داخلي کش مکش سره مخ دی. د پاکستان پوځ نه یواځې یو نظامي ځواک دی، بلکې د سیاسي نظام تر ټولو ځواکمنه اداره هم ګڼل کېږي.

پوځ له ۱۹۴۷ م کال راهیسې تل د سیاستونو تر شا پاتې شوی او د سیاسي واکمنۍ لپاره یې مستقیم یا غیرمستقیم رول لوبولی دی. د پوځ له مداخلې پرته هیڅ سیاسي ګوند یا مشر نشي کولای چې واک ته ورسېږي یا هلته پاتې شي. هر کله چې کوم ملکي حکومت د پوځ له کنټرول څخه د وتلو هڅه کړې، یا یې د کودتا له لارې پرځولی دی او یا یې د مختلفو پلمو له لارې شړلی دی.

دغه راز پوځ د پاکستان اقتصاد د خپلو شخصي شرکتونو، بنسټونو او مستقیمو مداخلو له لارې کنټرولوي. د پوځ لوړ نظامي لګښتونه د دې لامل شوي چې د پاکستان پراخې بودیجې د دفاعي سکتور لپاره ځانګړې شي، نه د پرمختیايي پروژو لپاره.

د نړیوال صندوق (IMF) قرضونه هم د پوځ د پالیسو له امله اخیستل کېږي، ځکه چې پوځ د هېواد اقتصادي مدیریت ته لومړیتوب نه ورکوي.

د تحریک طالبان پاکستان راښکاره کېدل او د دې ډلې د پاکستاني ځواکونو پر ضد جګړه د پوځ د غلطو پالیسیو پایله ده، کوم چې پاکستان یې پړه پر افغان سرپرست حکومت اچوي.

د پوځ تر کنټرول لاندې استخباراتي ادارې هر ډول منتقد غلی کوي. پاکستاني سیاستوالو تل د خپل شخصي واک د غځولو لپاره کار کړی دی نه د خلکو د سوکالۍ لپاره. ياد سیاستوال د حکومت د بدلولو پر ځای یو بل تخریبوي چې د ولسي نظام کمزوري کېدو ته لاره هواروي.

د پاکستان اکثره سیاستوال د پوځ لاسپوڅي دي او هر څوک چې د پوځ له پالیسو سرغړونه وکړي، یا یې پر ضد ودرېږي شړل کېږي او بندي کېږي. د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ سیاسي کړکېچونه د پوځ د مداخلې ښکاره بېلګې دي.

پاکستاني سیاستوال د پوځ له اجازې پرته مهم تصمیمونه نشي نیولی چې دا د مدني حکومت د کمزوري کېدو لامل ګرځېدلی دی.

د پاکستان سیاستوالو د غلطو تصمیمونو له امله، پاکستان له خپلو ګاونډیو سره ترینګلي روابط لري. د افغانستان، ایران، او هند سره خرابې اړیکې د دې هېواد د بهرني سیاست د ناکامۍ ښکارندویي کوي.

سیاسي شنونکي او یو شمېر تحلیل ګران هم د پاکستان د بحرانونو اصلي لامل پوځ او د پوځ تر کنټرول لاندې سیاستوال ګڼي، دا ځکه چې د پاکستان سیاست، اقتصاد او امنیتي پالیسي د پوځ تر ولکې لاندې دي او سیاستوال یې یواځې د پوځ د ګټو د خوندي کولو وسیله ګرځېدلي.

څو ورځې وړاندې یو پاکستاني خبریال عادل راجا په خپله ایکس پاڼه کې یوه نظر پوښتنه مطرح کړې وه، چې له مخې یې له اوولس زرو څخه زیاتو پاکستانیانو د خپلې ناامنۍ پړه پر پوځ اچولې وه.

د چارو د یو شمېر پوهانو په اند د پاکستان ۹۳ سلنه وګړي په دې متفق دي، چې په هغه هېواد کې روانه ناامني د افغانستان له امله نه ده، بلکې په خپله د پاکستان د پوځ له لوري رامنځته شوې ده، چې اوس ولس ته په سترګو خاورې ور اچوي او خپله ظالمانه واکمني پرې قایمه ساتي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version