د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، سعودي عربستان پلان لري چې پر سوریې د نړیوال بانک پاتې پورونه پرې کړي، چې دا به د بیارغونې لپاره د میلیونو ډالرو مرستو او د دغه هېواد له فلج عامه سکتور سره د ملاتړ لاره هواره کړي.

سعودي چارواکو په دې اړه تر اوسه رسمي څه نه دي ویلي، خو د بشار الاسد حکومت له سقوط وروسته، دا لومړی ځل دی چې سعودي عربستان له سوریې سره ښکاره مالي مرسته کوي.

د یادونې وړ ده، چې سوريه له نړيوال بانک څخه ۱۵ ميليونه ډالره پوروړې ده او ترڅو دغه پاتې پور پرې نه شي، نړیوال بانک نه شي کولای له سوریې سره مرسته یا نوې پروژې پیل کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version