د سوریې بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې، د اسرائیلي رژيم د پوځ له لوري د دغه هېواد د حمص او لاذقیې ولایتونه په نښه کول، په کلکو ټکو غندلي دي.
وزارت دغه بریدونه د سوریې پر ملي حاکمیت ښکاره تېری ګڼلی او اسرائيل یې د نړیوالو قوانینو ماتوونکي بللي دي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د سوریې حکومت به د خپل ملي حاکمیت او ولسي امنیت د دفاع لپاره په کلکه درېږي.
ياده دې وي، چې اسرائيلي رژيم تېره شپه د سوريې په حمص او لاذقيه ولايتونو کې په ګڼ شمېر سيمو درنه بمباري ترسره کړې ده.