د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د کندهار په دامان ولسوالۍ کې یو شمېر ولسي خلک چې په سېلابونو کې بند پاتې وو، د دغه وزارت له لوري ژغورل شوي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ډېرو سېلابونو د راوتلو له امله د یو شمېر هېوادوالو کورونه چې له سېلابونو سره مخ وو، د ملي دفاع وزارت د ۲۰۵ البدر قول اردو د انجینري ډلې له لوري ژغورل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د هېواد دفاعي ځواکونه په هر ډول موسم یخنۍ او گرمۍ کې د هېوادوالو د سکون او ارام ژوند لپاره په خدمت بوخت دي.له دې وړاندې هم د دفاع وزارت له لوري د هېواد په گوټ ـ ګوټ کې گڼ خلک ژغورل شوي دي.

له تېرو پینځو میاشتو راهیسې د دفاع وزارت سلگونه موټرونه د هغو کډوالو په واک کې ورکړل شوې، چې له پاکستان څخه په زور رایستل کېږي او دفاع وزارت یې تر خپلو مېشت ځایونو رسوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version