رويټزر راپور ورکړی، چې د شمالي کوریا ولسمشر کيم جونګاون، د کارګر ګوند د ۸۰یمې کلیزې په مناسبت پوځي پرېډ کې نوی لرې واټن ويشتونکی «هواسونګ–۲۰» توغندی نندارې ته وړاندې کړ.
د سرچينې په خبره، دا پوځي پرېډ د جمعې په شپه د شمالي کوریا پلازمېنه پیونګیانګ کې ترسره شو او د دغه هېواد پوځ خپل تر ټولو پیاوړی اټومي توغندی نندارې ته پکې وړاندې کړ.
دغو مراسمو ته د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ويلي، چې د ده پوځ باید د نړۍ په کچه يو نه ماتېدونکی ځواک شي او هېواد یې باید د بې ساري پرمختګ شاهد وي.
هغه زیاته کړې «د امریکایي امپریالیستانو د اټومي ګواښونو پر وړاندې د خپلو اټومي وسلو او اقتصاد د پياوړي کولو لاره تعقیبوو.»
په دغو مراسمو کې د چین لومړي وزير ليچيانګ، د روسیې پخواني ولسمشر ديميتري مددوف او ویتنام استازي هم ګډون درلود.
د سياسي او پوځي چارو کارپوهان، د شمالي کوريا د «هواسونګ–۲۰» لرې واټن ويشتونکی توغندی د دغه هېواد لپاره مهم پرمختګ او امريکا ته د خطر زنګ ګڼي.
