د ازموينو ملي ادارې رئيس شيخ عبدالباقي حقاني د پوهنې وزارت د پنځم، شپږم اداري او ښوونکو د ۸۱۶۵ بستونو د ازموينې د پايلو اعلان غونډه کې ویلي، چې یاده اداره د پرمختللو سېستمونو پر مټ د شفافې ازموينې له لارې اهل کسان مشخصوي او په دې برخه کې هېڅوک لاسوهنه نه شي کولای.
ښاغلي حقاني همداراز ویلي چې، د هېوادونو د ابادۍ دوه اساسي شرطونه په عصري علومو کې پرمختګ او کار اهل کار ته سپارل دي او سرپرست حکومت دې دواړو ته پوره ژمنتيا لري.