هندوکش‌غږ ته ځایي سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځیانو برید ترسره کړی چې په ترڅ کې یې پنځه تنه وژل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، پاکستاني طالبانو په دغه برید کې پنځه میله کلاشنکوفونه هم ترلاسه کړي او یوه امنیتي کمره یې هم له‌منځه وړې ده.

د یادونې وړ ده چې، تېره ورځ یکشنبه پښتونخوا کې پاکستاني طالبانو پر پوځ له دې سربېره دوه نور مرګوني بریدونه هم کړي چې پر مهال یې شاوخوا شل تنو پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version